پای ته رسیدلې پروژي

النور

دې ډاګ کې د خلکو د سهولت په موخه د یوه مسجد د جوړیدو په هکله لومړې ځل محمد ولي صمدی د سَمک خیریه ټولنۍ ته وړاندیز وکړ ،  محمد ولی صمدی د جغتو ولسوالې د ګلدری سیمی اصلي اوسیدونکې دې چې کندهار پوهنتون کې د ښوونکي دنده تر سره کوي .
د ا سیمه د غزني او جغتو ولسوالې ترمنځ په یوه ډاګ کې د کله منار کاریز پر سر موقعیت لري چې بیا تر جغتو ولسوالې پوری د دمی کولو،  اوداسه ،  لمانځه یا څښاک لپاره اوبه نشته.
سَمک خیریه ټولنۍ لومړی خپلو کې مشوره وکړه،  بیا یې د سیمی له مشرانو سره دا خبره شریکه او د مرستو راټولولو په میکانیزم ورسره اړینی خبری وشوی،  چې بالاخره د ۲۰۱۹ کال جون  میاشتی په ۲۹ نیټه یې کار عملآ پیل شوو.
پلان داسی وه چې په یاد ځای کې به جوړیدونکې مسجد التقوی نومول کیږي،  خو  ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۵ باندی د نیو ذیلاند هیواد کې په النور نومي مسجد باندی مسلحانه حمله وشوه چې پایله کې یې ګڼ بې ګناه لمونځ کوونکي په قتل ورسیدل،  د یاد مسجد د بیګناه قربانیانو د تلپاتی یاد  له کبله د سیمي ځینو مشرانو هیله وکړه چې د التقوی مسجد پر ځای د النور مسجد نوم پری کیښودل شي چې سَمک خیریه ټولنۍ هم د یادی پیښي قربانیانو او ولسي خلکو احساساتو ته په احترام ،  له دوی سره د النور مسجد په نوم موافقه وکړه.
د النور مسجد تعمیراتي کارونه د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۴ نیټه پای ته ورسیدل او د ګټی اخیستلو په موخه د سیمی مشرانو ته وسپارل شوو.
د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۹ نیټه د سَمک خیریه ټولنۍ مشر شخصآ د دی مسجد څخه لیدنه او کنترول وکړ.
النور مسجد تقریبأ ۱۲۰ متر مربع مساحت لري چې د نارینه او ښځینه لپاره د لمانځه او اوداسه بیل بیل ځایونه جوړ شوي دي.

Leave a Reply