زمونږ موخۍ

زمونږ موخۍ

‎پر افغانانو د تحمیل شوې جګړې تقریبآ څلوېښت کاله پوره شول،  هغه جګړه چې د افغانانو د ژوند ټولۍ برخې یې د اور په لمبو کی سوځېږې

‎دی جګړه کې تقریبآ دوه ملیونه انسانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او د هېواد ټول له نشت سره برابر بنسټونه یې لکه روغتونونه ، ښوونځي،  فابریکی او تر ټولو زیات کرنیزه ځمکې او کرنیز سیستم له صفر سره برابر کړ

‎دې جګړې له کبله اوه ملیونه خلک مجبور شول چې خپل کور او کلي پرېږدې او د نړۍ مختلفو هېوادونو ته کډوال شي

‎ددې جګړې له کبله دوه نیم ملیونه ښځې کونډې شوي چې ډیره برخه یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

‎یو ملیون او شپږ لکه ماشومان خو یا بی موره او یا هم بې پلاره یتیمان شول چې  د دوي له مجبوریتونو څخه ځينې  څاروی صفته انسانان اوس هم ډیره ناوړه ګټه پورته کوي

‎یو ملیون او دوه سوه زره، ښځې ،  ماشومان او نارینه مو د لاس یا پښې او یا هم له دواړو محروم شول او تل تر تله به د معیوبیت ژوند تیروي

‎څه د پاسه پنځه ملیونه انسانان مو د ژوند له رنګارنګ ستونزو او کړاونو سره مخ دي چې ډیرې برخې یې د یوې  داسې کړیدلی ټولنې د اوږو بار دي چې  له څلویښت کالو پکې جګړی روانې دي 

‎دا افغانان زمونږ بنسټیزو مرستو ته اړتیا لرې تر څو یې تر څنګ ودرېږو او پر خپلو پښو یې ودروو چې ځان د ټولنې د اوږو بار وه نه ګڼي

‎مونږ ددې خیریه ټولنې بنسټ اېښودونکي خپله هم ددې جګړې او کړاونو څخه متآثره شوي یاستو چې  بالاخره مو اوترېش هېواد ته پناه راوړه،  اوترېش هېواد کې مونږ د یوه آرام ژوند امکانات لرو کار شته او له چا سره د لوږې ،جنګ،  بمونو او انفجارونو خیال نشته،  همدې شرایطو مونږ ته دا فرصت راکړ چې د الله تعالی د شکر ادا کولو په موخه له خپلو هیوادوالو او اړمنو انسانانو سره د خپلو امکاناتو په کچه مرسته وکړو او ځینو ستونزو ته د مشرانو په ملګرتیا یوه اصولي حل لار پیدا کړو

‎زمونږ ریښې له افغاني ټولنې څخه دي پر همدې بنسټ مونږ د افغانستان په کلتوري او فرهنګي رواجونو بهتره پوهیږو او کولی شوو چې داسې کسان له ځان سره ملګرتیا ته را غونډ کړو چې  هغوي په رښتیا د انسانیت او ترحم احساس ولري او د دوي د کار پاکوالی او روڼتیا ټولو ته معلومه وي.له همدې کبله مونږ خپلو ټولو درنو مرسته کوونکو ته په ډیر جرآت،  اخلاص او ډاډه زړه اطمینان ورکولې شوو چې ستاسې   مرستې  به د افغانستان هر ولایت، ولسوالی او کلی کې ستاسې دخوښې  اړمنو کسانو ته ورسوو،  ځکه مونږ په ډیرې ولایاتو کې له خلکو سره نېږدې او تودې اړیکې لرو

‎زمونږ د مرستو ډیره برخه به د کونډو،  یتیمانو، معیوبینو،  بې وزله زده کوونکي، زده کړیالانو او بی وزله هیوادوالو ته ځانګرې شي

‎کونډې او معیوبینو ته به دکسب زده کول او د کار زمینه برابره کړو تر څو دوی په خپلو پښو ودرېږې

‎د بې وزله زده کړیالانو لپاره به لیلیې جوړې کړو تر څو په کرایه اوخوراکي توکو کې ورسره د پام وړ مرسته وکړو

‎او د بې وزله زده کوونکو او یتیمانو د ښوونځیو لګښتونه به په غاړه واخلو او پرېبږدو چې دوي خپل ښوونځي تر پایه ولولي