بلال او بي بي طوبا دوهمه برخه
د بلال او بي بي طوبا د ولیمۍلګښت مرستو دوهمه برخه
د روان کال په ( 07.03.2020 ) نیټه د محترم بلال او بي بي طوبا د ولیمۍ مراسم د اطریش هیواد ویانا ښار التقوی مسجد کې تر سره شول ، دوی دواړو پریکړه کړی وه چې د خپلي ولیمی مراسم د امکان تر کچي ساده ونیسي او په کم لګښت یې ولمانځي او پاتي سپمول شوې پانګه افغانستان کې خپلو کونډو، یتیمانو او بې وزله هیوادوالو ته د مرستی په موخه واستوي.
د سمک خیریه ټولنۍ مسؤلین په خپل وار سره په دې توګه له محترم بلال جان او طوبا جانۍ څخه د زړه له کومی مننه کوي چې پر مونږ یې دا اعتماد وکړ چې د دوی امانت تر خپلو اړمنو هیوادوالو ورسوو او د دوی لوی ، لوړ او سپیڅلي احساس ته د قدر په سترګه ګوري.
یادي مرستي د کابل ولایت باغ بالا سیمه کې د سمک خیریه ټولنۍ سیمه ایز دفتر کې پر ۲۵ کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو په ( ۲۰/۳/۲۰۲۰) وویشل شوی.
په ویشل شوو کڅوړو کې لاندی توکو شتون درلود !
|
۱ |
مکروني |
کيلو 4 |
|
۲ |
وريجى | کيلو 14 |
|
۳ |
غوړى |
ليتر 5 |
|
۴ |
لوبيا | کيلو 4 |
|
۵ |
دال |
کيلو 4 |
| ۶ | نخود |
کيلو 4 |
| ۷ | بوره |
کيلو 4 |
| ۸ | شین چای |
کيلو 1 |
| ۹ | جاى سياه |
کيلو 1 |
| ۱۰ | شيرينى |
کيلو 2 |
| ۱۱ | صابون |
چکي 10 |
د سمک خیریه ټولنه په ځانګري توګه د کابل دفتر له مسؤل محترم ورور احمد فهیم فهم او د دفتر مرستیال محترم انجینر صاحب محمد خالد څخه مننه کوي چې د دی توکو د اخیستلو او ویش مسؤلیت یې پر غاړه واخیست.
