دجګړو بل اړخ
ډیره مننه
د التقوی مسجد غړو او مقتدیانو !
(دجګړو بل اړخ )
دا مورکې درخانې نومیږي، د غزني ولایت اوسیدونکې ده، خاوند یی کلونه مخکې په حق رسیدلې دې، دری زامن یې درلودل چې دری واړه یې په دا څو کلونو کې په جګرو کې له لاسه ورکړی دي.
اوس درخانی د ټولو ( ۱۵) یتیمانو سرپرستي په غاړه لري، دا وایي چې ما تقریبآ ټول مقر، قره باغ او حتی غزني ولایت کې هم خلک پیژني او د ژوند له ناخوالو مې خبر دي، دا ځکه چې درخاني بي بي په یادو سیمو کې خیرات ټولوي .
د درخانی مورکی او یتیمانو ژوند له ډیرو کړاونو او ستونزو سره پر مخ روان دې، د کړاونو او ستونزو شواهد د درخانی مورکی ظاهری بڼه په خپله تشریح کوي .
د درخانی مور راپورتاژ د می میاشت کې سَمک خیریه ټولنۍ ته یوه ورور رالیږلې وه چې سَمک خیریه ټولنۍ وروسته له ډیرو هلو ځلو د یوه مهربانه ورور اصل الدین علی خیل په مرسته په مقر ولسوالی کې وموندله او د تیری جمعی په ورځ ( 12.06.2020) ستاسي مرسته د لس زره افغانیو په ارزښت د محترم ورور وحیدالله جمعه زاده له طرفه ورته تسلیم شوه.
محترم ورور وحیدالله جمعه زاده غزني ولایت کې د میلمه رادیو تکړه، وطنپال او غریب دوسته خبریال دې.
د سَمک خیریه ټولنۍ مشرتابه د دواړو وروڼو څخه د زړه له تله مننه کوي چې د دی مورکی په موندلو او د مرستی په ویشلو کې یې د زړه له اخلاصه مرسته وکړه .
یادونه : که کوم ورور یا خور د دی مورکی سره د مرستی کولو هیله لري مونږ کولې شوو هغوي ته یې پته او د تیلیفون شمیره وسپارو .
