د کونډۍ لپاره مرسته
الحمدلله..
ستاسی مرسته تر ارزګانې ایمانداره خور پوری ورسیده!
درنو او محترمو وروڼو!
یادونه !
(تر اوسه د سمک خیریه ټولنۍ ټول فعالیتونه د هیواد د ننه د رضاکاره خویندو او وروڼو په مرسته تر سره کیږي او ستاسی امانت څخه یو سنت هم په کوم بل لګښت نه لګول کیږي یعنی ستاسی سپارل شوې مرسته سل په سلو کې ستاسې څخه اخلو او اړمنو ته یې تسلیموو)
هغي وروڼو چې ارزګان کې د کونډۍ خور سره مالي مرسته کړې وه، د سمک خیریه ټولنۍ د رضا کار استاذي محترم ورور سیدالرحمن او د آزادی رادیو د سیم ایز خبریال محترم ورور شریف الله شرافت په مرسته او شتون کې د جمعه ورځ 15.11.2019 نوموړې درنۍ او محترمۍ خور ته وسپارله شوه .
د دی محترمۍ خور لپاره ۳۰۰ آیرو راټولی شوی وی چې ۲۵۱۶۰ افغانی کیدلی.
دا باایمانه او باغیرته خور ۷ لوني او یو زوی لري، دوی غونډ اته کسه کورنۍ ده.
ستاسې په امانت مو لاندی خوراکی توکي ورته واخیستل !
– ۴ بوجی ۵۰ کیلویي اوړه
– ۴ بوجی ۲۵ کیلویي وریجی
– ۲۵ لیتره غوړي
– ۲۴ کیلو لوبیا
– ۱۸ کیلو نخود
– ۴،۵ کیلو شین چای
ـ ۲ کیلو تور چای
ـ ۱۳،۵ کیلو بوره
ـ شیرنی ۹ کیلو
ـ پټاټی یا آلوګان ۴۵ کیلو
ـ د جامو وینځلو صابون ۲ کارتنه ( ۴۸) چکې
ـ دری کڅوړي پیاز ( تقریبا ۴۰ )کیلو
ـ مالګه ۹ کیلو
دا خور کوم سرپرست نه لري، که کوم ورور یا خور غواړي له دې خور سره نوره مرسته وکړي د سمک خیریه ټولنه به ستاسي د مرستو رسولو مسؤلیت په ډیر ویاړ پر غاړه واخلي او که تاسې خپله مرسته په خپله ورکول غواړې ، سمک خیریه ټولنه به د خپل معلومات او امکانات د تاسې په اختیار کې درکړي.
(په پای کې د ټولو رضا کاره خویندو او وروڼو مننه کوو چې دې مظلومۍ کورنی ته یې د وروڼو مرسته ورسوله ، بالخصوص، شرافت ورور، سیدالرحمن ورور او محمد ولی صمدی ورور، د زړه له تله مننه)
سمک خیریه ټولنه ستاسی او اړمنو تر منځ د اعتماد پل !
د دې خورکې په هکله زمونږ پخوانې پوست دی لینک کې لوستلې شې !