د Psoriasis له ناروغ سره مرسته وشوه
ستاسي مرسته ننګرهار ولایت کې
تر امجد خان پورې ورسیده!
درنو او محترمو وروڼو!
هغي وروڼو چې د ځوان ناروغ امجد خان سره مالي مرسته کړې وه، د سمک خیریه ټولنۍ د جلال آباد ښار رضا کار استازي محترم ورور عمــــران خــان امـــرخیل په لاس د پنځه نۍ ورځ 25.10.2019 محترم ورور امجد خان ته ور تسلیم شوه .
د امجد خان لپاره ( ۲۰۰ ) آیرو مرسته راټوله شوې وه چې( ۳۴۴۹۲ )کلداری شوې، خو زمونږ د رضاکار استازی له طرفه ورته پوره ( ۳۵۰۰۰ )کلداری تسلیم شوې.
امجد خان بنسټیزی او اوږد محاله تداوی ته اړتیا لري که کوم ورور یا کومه خور د مرستی کولو هیله او توان لري، کولې شي د سمک خیریه ټولنۍ له لاری او یا هم نیغ په نیغه د امجد خان سره اړیکه ټینګه کړي .
د امجد خان خپل موبایل شمیره دا ده :
0093777282901
امجد خان په (1,11,2019 )د کابل ابن سینا روغتون کې د تداوې په موخه بستر شوې دې , امجد خان د څرمنۍ ناروغي لري چې ( Psoriasis ) نومیږي چې ټول بدن یې اوبه ورکوي.