سپین سرې بي بي شافعه
سپین سری مور بي بي شافعه!
دا مور د غزنی ولای اندړو ولسوالې په یوه لیری پراته کلي که اوسیږی ، دی مور خپل یوازنې زوې سږکال په جګړه کې له لاسه ورکړي او اوس د زوې د میرمنۍ او یوی کوچنۍ لمسۍ مسؤلیت ور په غاړه دې.
د شافعۍ مور لپاره مونږ د ۲۰۲۰ کال د جنوری میاشتی په لسمه نیټه پیسي ولیږلې خو د واورو او سرپرست نه شتون له کبله د دوی سره اړیکه نیول ستونزمن شوي وه چې بالاخره په (۷/۳/۲۰۲۰ ) وتوانیدو چې د محترمو وروڼو هر یوه اسدالله مرجانخیل ( د سیمی د ځوانانو د ټولنۍ مشر) او د سیمی دلیني موټر چلونکي په ملګرتیا 8 گوني اوړه 3 ګوني وریجی 20 لیتره غوړي او 10,000 نقدي افغانی تر دی مورکې ورسوو!
یو ځل بیا د ټولو وروڼو له اخلاص څخه مننه، الله تعالی دی په دنیا او آخرت تاسی ته بدله درکړي!
