پای ته رسیدلې پروژي

ژمني درسي کورسونه

د لومړي ځل لپاره د سمک خیریه ټولنۍ په نوښت او مالي ملاتړ د وردګو ولایت ، جغتو ولسوالې ګـــلدری سیمه د امــام ابـــوحـــنیفـــه لیسه کې د ( 7 ) کسه ښوونکو په ملتیا د (185) کسه زده کوونکو او (26) کوچنیو ماشومانو ته په وړیا توګه د ژمي رخصتیو کې د درسي کورسونو لړی پیل شوه .
یاد کورسونه په اونې کې شپږ ورځې هره ورځ د سهار له اته بجو د ماسپښین تر یوه بجې پوری دوام کوي او دې کورسونو کې به قران کریم، ریاضی، فزیک، انګلیسي او کیمیا تدریس کیږي ، او یاد درسي بهیر چې د 2019 کال د دسمبر له میاشتي پیل د 2020 کال فبروری میاشتې تر آخره به د دریو میاشتو لپاره دوام ولري.
د دې نوښت څخه موخه دا ده چې د هغه زده کوونکو ملاتړ وشي چې ځینو مضامینو کې ستونزه لري او دوي د اقتصادي پلوه دا امکانات نه لري چې ښارونو کې د کورسونو او اوسیدلو لګښت په غاړه واخلي او تر څنګ یې دوی دا چانس ولري چې خپله وړتیا ښکاره کړي او ځان د خپل ښوونځي له درسي بهیر سره برابر کړي!

Leave a Reply