د 20 یتیمانو سره مرسته وشوه
ستاسي مرسته خوست ولایت ته هم ورسیده !
د سمک خیریه ټولنۍ سیمه ایز رضا کار استازې محترم ورور ذکــی الله الــــهـام په نوښت ، اطریش هیواد کې میشتو خویندو او وروڼو له طرفه د شل کسه یتیم زده کوونکو سره د جامو او بوټانو مرسته وشوه !
یاد محفل د خوست ښار اړوند ( قرطبه روضة القران لیسه ) کې د پیلنۍ په ورځ (۲۶/۱۰/۲۰۱۹) جوړ شوې وه چې مجلس کې د یاد ښوونځي مشر محترم ورور شمشاد خان ، د سمک خیریه ټولنۍ سیمه ایز استازي محترم ورور ذکي الله الهام او محترم ورور مولوي صاحب حضرت ولي خبری وکړی . یادو وروڼو د یتیمانو سره د اوږد مهاله مرستو په اړتیا او د ښوونځي سره د درسي توکو د مرستو په هکله هیله وکړه تر څو په راتلونکي کې بیا هم د دوی له اړمنو زده کوونکو سره همدا رنګ د مرستو لړې دوام وکړي.
که څه هم په یاد ښوونځي کې د یتیمانو کچه لوړه ده خو فعلا د شل کسه یتیمانو سره لاندې توکو مرسته وشوه.
۱ – یو جلد قـــــران کریم
۲ – یوه جوړه جامۍ
۳ ـ یوه جوړه بوټان
کومو خویندو او وروڼو چې د دې یتیمانو سره مرسته کړې وه، نه یی غوښتل چې نوم یې واخیستل شي . له هغوی د زړه له کومې مننه کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته بی شمیره اجرونه غواړو او د بیا مرستو په تمه یی یاستو.
