پای ته رسیدلې پروژي

بی وسه انا

دا مور د پکتیا ولایت اصلي اوسیدونکې ده، کلونه کیږي چې کابل کې یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
خاوند یې کلونه مخکې په حق رسیدلي، دوه زامن يې هم بدمرغه جګړی تری اخیستي دي. نور په ځمکه سیوره په آسمان ستورې نه لري، په خپله د زړه په رنځ اخته ده، چیرته په کوم ښوونځي کي کار کوي او دری زره افغانی میاشتینی معاش ورکوي خو دا څه باندی دوه میاشتي د کرونا ناروغې له کبله هغه هم پری دریدلې دې. د دری لمسیانو او یوی نږور مسؤلیت په غاړه لري او زمونږ او تاسي څخه د الله تعالی د رضا لپاره د مرستو غوښتنه لري .
سمک خیریه ټولنۍ تیره جمعه (۱۵/۵/۲۰۲۰) د التقوی مسجد د غړو او مقتدیانو د راټولی کړو مرستو څخه د لس زره افغانیو په ارزښت د څه اندازه خوراکي توکو مرسته ورسره وکړه خو دا بسنه نه کوي.
کوم ورور یا خور چې غواړي له نوموړې مور سره مرسته وکړي، هیله ده زمونږ.سره ملګرتیا او د مظلوم ولس ملاتړ وکړئ !

Leave a Reply