تاریخ او دلایل

تاریخ او دلایل

هر‎اړخیزه بریا په یووالي  کې ده

له هغه وخته چې زه په ښه او بدو پوه شوی یم له اړمنو خلکو سره مرسته کولو څخه مې خوښي او هوساېنه ترلاسه کړیده، او دا عمل راته تر ټولو غوره ښکارې .

کله چې په ښاري ژوند کې زده کړه راته ستونزمنه شوه، خپل پلارني کلي ته ورغلم،  چیرته چې د روسانو له اشغاله ازاد و ، یادې سیمې د کمونیستي رژیم او روسانو د مخالفینو په ولکه کې وه، ما ډېر کوښښ وکړ چې په کلیوالي ښوونځیو کې درس ووایم،  انګلیسي یا عربي ژبي زده کړم خو د روسانو د پرله پسې بمباریو له ویرې به زیاتره وخت دا مرکزونه تړلي وه له همدې امله ونتوانېدم چې په نوموړي برخه کې زده کړه وکړم،  هماغه و چې زیاتره وخت به د خپلوانو او کلیوالو سره په ټولنیزو کارونو کې  مصروف وم تر څو له بیکارۍ ځان وژغورم.

 وروسته له څو میاشتو پاکستان او بیا ایران ته کډوال شوم.

کله چې زه ایران کې کډوال وم ،  لومړی ځل یو افغان( ابراهیم ازبک)  زما څخه هیله وکړه چې زه ورسره ګډ کار وکړم او تر څنګ یې ورسره مرسته وکړم چې هغه د تریاکو له اعتیاد څخه وژغورل شي.

زه د ۱۹ کالو په عمر وم او وعده مې ورسره وکړه چې د ده هیله به ان شأالله پوره کړم او همداسې وشول ،  زما د همدې ملګري او شریک مور د کلنو مسافرۍ وروسته خپل زوی پسې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي وه او له هغه ځایه یې د یوه ایراني دوکان ته ، چا سره چه مونږ کله نا کله کار کاوه تیلیفون کړی وه او غوښتل یې له ما سره خبرې وکړې هغه ورځ ما د یوې مور د سوي زړه آواز په ټول وجود احساس کړ ،  هغه مظلومې مور بل څه نه غوښتل،  یوازې د خپل زوی د ژوندی لیدلو هیله یې درلوده او له ما څخه یې غوښتل چې د ژوند دا هیله یې پوره کړم ،  ما هم ورسره ژمنه وکړه چې په هر قیمت وي زوی به یې مجبور کړم چې لاړ شي ،  له دوه اونیو وروسته مې د خپل کور ټول لوازم خرڅ کړل او په لاس راغلې نقده پانګه مې ټول دهغه په لاس ورکړې، یوه اونۍ  وروسته له خپلې مور سره یو ځای شو ،  لدې عمل څخه چې کوم خوند او احساس ما اخیستې د لیکولو او بیانولو توانایې یې نلرم !

څه وخت وروسته له کور څخه یو لیک راته راورسېد د یو کس نوم چې د شمالي پروان ولایت اوسیدونکې وه نوم ، او د کورنۍ د غړو نومونه يی پکې لیکل شوي و،  یاد کس د بندر عباس په بندي خونه کی ځکه بندي پاته وه چې د جریمې نږدې  اویا زره تومان یې نه درلودل،  یاد کس مې پیدا او د نورو افغانانو په ملتیا مې پیسې ورته راټولې او سړی مو له بنده خلاص او افغانستان ته مو واستوه، زما او څو نورو ملګرو کار همدا وه چې د کار نه وروسته به مو ځوانان سره راټول کړل او نصیحت به مو ورته کاوه چې خپلو کارونو ته پام وکړئ او د بي ځایه ګرځېدو  او نا اهلو ځوانانو سره اړیکې وه نه ساتئ .

په همدې توګه دري نور افغانان چې زما همزولي وو،   فیض محمد ،  خواجه او غفور  چی یو ئې په هیروئینو او دوه يی په تریاکو روږدي وو، درې واړه مو د نورو ملګرو په ملتیا له دې خطرناک عادت څخه وژغورل او بیرته خپل عادي ژوند ته راوګرځېدل .

کله چې روسان له افغانستان څخه وشړل شول او د دولت مخالفې ډلې قدرت ته ورسېدې مونږ هم بېرته  خپلو سیمو ته را ستانه شوو ،  هره خوا کنډوالې وي او د بمونو او جنګونو نښې نښانې ،  د هیواد بنسټ ټول ویجاړ شوي و او اکثریت خلک بیکاره وو،  ورځ تر بلې د اړمنو خلکو تعداد ډېرېده  او له بلې خوا د باران او واورو نه شتون اوبه هم وچې کړې وي چه د خلکو په اقتصادي حالت یي لا نور ناوړه اغیزه پرته وه،  په داسې شرایطو کې د ژوند مخ ته بیولو په موخه مونږ هم هر دروند او ناشوني کار لپاره ملا تړلې وه،  ما ایران کې د خیاطي کار او ګنډل زده کړي و ، هرکله به چې د خپلوانو او ملګرو د کالیو ګنډلو ماشینونه خرابیدل ما به وړیا جوړول،  یوه ورځ مې له ځان سره فکر وکړ چې دا کار خلکو ته د مزد به بدل کی وکړم،  همداسې مې وکړل ، تقریبا دوه کاله می همدا کار وکړ،  د ولسي خلکو اقتصادي وضیعت په ډیر ډیر بد حالت کې و او زمونږ حال هم تر ولسي خلکو بهتره نه وه،  ښه په یاد لرم چې مونږ یوه میاشت کور کې غوړي نه درلودل چه څه ورسره پاخه کړو، که څه هم کلی زمونږ لپاره خوندي او غوره ځای و، خو د ځینو ستونزو او اولادونو د ښوونځیو له کبله می پریکړه وکړه چې کابل ښار ته کډه شم،  له څه وخت وروسته مې همدا کار وکړ،  کابل ښار کې مې د خلکو ستونزې ، لوږه، غربت او کړاونه ډیر ژور احساس کړل د خلکو په مخ کې ستونزې ، لوږي،  کړاونه او د جنګ ډار له ورایه ښکاریده.

ما د یوه خوریه( داود) په ضمانت له ځینو دوکاندارانو عمده جنس اخیست او د کابل په مرکزي سیمه (ده افغانان) کې به مې د کراچۍ پر سر خرڅول،  هره ورځ به مې دوه ماشومان چې پر سړک پلاستیکي کڅوړې او یا به یې اوبه خرڅول د شاګردانو په توګه نیول تر څو مې له یوې خوا دوي ته مرسته کړې وي او له بلې خوا زما جنس د دوي په مرسته له غلو څخه خوندي پاته وي.

کال مو په همدې توګه تیر کړ،  بالاخره دي پایلې ته ورسیدم چه زما د اولادونو ښوونځۍ ته تګ لپاره امکانات نه لیدل کیږي, نو پریکړه مې وکړه چې زه باید هیواد او کورنۍ تر شا پریږدم تر څو د دوي راتلونکی له تیارو وژغورم. ترکیې ته په لاره څو نور کلیوال هم راسره یو ځای شول، د ترکیې په غرونو کې قاچاقبرو ۴۸ ساعته خوشي کړو،  په اوله شپه هر یو خپلې هیلې بیانولې، نوبت زما شوو!  ما دوی ته وویل : 

که مونږ خپل مقصد ته ورسېدو او کارونه مو پېدا کړل نو هره میاشت به د کلي بی وزله کسانو سره مرسته کوو،  خو بدبختانه چې ځینې ملګري د مرګ له ویرې سهار په خپله پولیسو ته ځانونه تسلیم کړل او بېرته  ایران ته لاړل, مونږ  له ۱۱ ورځو سختو مزلونو د ترکیې وان ښار ته را ورسیدو ،  له دوه ورځو تیښتې وروسته چې قاچاقبران راغلل،  ډوډۍ یې له ځان سره راوړي وه په کردي او ترکي ژبه یې د افغانستان او امریکا نومونه یادول خو مونږ له یوې میاشتې وروسته په استانبول کې پوه شوو چې قاچاقبرانو مونږ په غرونو کې ځکه خوشي کړي وو چې هغه ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر  ۱۱ نیټې واقعات شوي و !

زه  ۷ میاشتې وروسته له کړاونو او ستونزو ډک سفر څخه ناروی ته ورسېدم  ، ځینې نور انګلیس،  فرانسي او  جرمني ته لاړل،  هر کس یوازې یوازې شوو او هیلې ،هیلې  پاتي شوي.

 ناروي هېواد کې چې دولت کومه مرسته له نویو راغلو کډوالو سره کوله ما به له هغې څخه یوه برخه سپموله او کله به مو چا سره یو یادوه ساعته کار وکړ نو دا لاس ته راغلې پیسي به مې خپلې کورنۍ ته استولې، کله چې د دوبلین قوانینو پر بنسټ بیرته اوترېش هېواد ته راولېږل شوم نو تقریبا ۵ کاله مې د اسنادو تر لاسه کولو په تمه انتظار وکړ، د دې سخت انتظار په اوږدو کې به مې چې کله نا کله چیرته کار پیدا کړ،  د کار څخه ترلاسه شوي پانګه به مې ټولوله او خپلې کورنۍ سره مې مرسته کوله.

د ۲۰۰۷ کال په پای کې ماته د اوترېش دولت له طرفه اسناد او د کار اجازه راکړل شو ،  دریمه ورځ مې ځان ته خپله کار پېداکړ کړ چې تر ننه هماغه کار کې بوخت یم او د خپل کار او شرکت څخه ډېر  خوښ یم،  ځکه چې دوي ما سره ډېرښه  انساني چلند او مرسته کړې ده.

ما یو ځل ( ۲۰۰۹ )کال کې او دوهم ځل په (۲۰۱۲) کال کې هڅه وکړه چې د یوې خیریه ټولنې بنسټ کېږدم  او هغه د اغوستلو کالي او د کور لوازم چې ما  د کار په ځای کې راټولول ددې پرځای چې اشغال(کثافت خونه) ته یی وغورځوم،  هوډ مې کړې وه چې هغه په کانتینرو کی ځاي پر ځاي او افغانستان ته یې ولېږم  تر څو یې اړمنو کسانو ته وویشو. خو بدبختانه چې افغانستان کې د رشوت او واسطې له کبله په دي کار بریالی نه شوم،  ډیر ناهیله شوی وم خو ماته مې وه نه منله او خپلو هیلو ته مې زړه کې وده ورکوله.

اوترېش هېواد کې مونږ لپاره هوسا ژوند کار او د زده کړو ټول امکانات شته خو افغانستان کې د ننه د خلکو بوږنونکی حالت د هر با احساسه انسان وجدان ځوروي، که څه هم د ۲۰۰۸ کال را پدیخوا مو د ځینو نورو زړه سواندو ملګرو او افغانانو په مرسته له کونډو،  یتیمانو،  معیوبینو او ښوونځیو ماشومانو سره د پام وړ مرستې کړي خو دا مرستې د ۴۰ کلن جنګ د پاتي شوو کنډوالو او ستونزو په مقابل کې هیڅ دي!

په ۲۰۱۴ کال کې افغانانو د ویانا ښار کې د یوې  ټولنې بنسټ  کېښود

( Großer Afghanische Kultur Verein) چې ددې ټولنې له جوړېدو  سره زمونږ اړیکې هم پراخې شوي له‌‌‌‌‌‌ډېرو افغان او غیر افغانانو سره مو پیژندګلوۍ وشوه او همدې اړیکو مونږ دېته  وهڅولو چې د نورو اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه یو بل ته لاس ورکړو او د همدې زړه سواندو افغان او غیر افغانانو په ملاتړ او هڅو مو پریکړه وکړه چې یو ځل بیا په ګډه د یوې خیریه ټولنې د بنسټ لپاره هڅه وکړو چې دا ځل ان شاءالله  یوازي یا څو کسه نه یو ،بلکې اوترېش کی د ډېرو با احساسه افغانانو دا هیله ده چې له یوې ممکنه لارې افغانستان کی خپلو بې وزلو او مظلومو افغانانو سره مرسته وکړي، په همدې هیله مو د دوه زره اتلسم کال د دسمبر میاشت کی د اوترېش هېواد  اړوندو ادارو ته عریضه ورکړه چې د دوه زره او نولسم کال د جنوری په اومه نېټه  د سمک

        (Save Afghan Mother and Child )

خیریه ټولنه د نورو خیریه ټولنو په قطار کې رسمآ ثبت شوه.

الحمد لله وروسته له څو ورځو مشورو،  غونډو،  مکررو تیلیفونونو،  ساعتونو بحث او نظریات بدلولو  په دې و توانیدو چه کابل ښار کې هم ځینې زړه سواند او د لوړو زده کړو ځوانان او میرمنې سره راټول کړو تر څو مټې را ونغاړې او خپل مسؤلیت د اړمنو انسانانو په مقابل کې د یو او بل په مرسته ترسره کړو او هر هغه څه موچې له توانه کیږي عملي کړو هغوې هم په پاخه هوډ وه توانیدل چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې د ( افغان مور او ماشوم د تعلیم او اقتصاد ودې مؤسسه) بنسټ کیښود .

(مؤسسه توسعه تعلیم و اقتصاد مادر و طفل افغان)

Afghan Mother and Child Education Economic Development Organization

( AMCEEDO)

په نوم ثبت او رسمآ خپل فعالیت پیل وکړي!

ستاسې د عملي مرستو او لا اوږدې ملتیا په هیله