پای ته رسیدلې پروژي

د سید ولي واده

لوړ ولور ، هغه دود چي دولس کاله یې د سیدولي او میرمنۍ تر منځ بیلتون راوستي وه !
مبارک شه
مبارک شه
الحمد لله ..
د محترم او مظلوم ورور سید ولي د واده مراسم پرون 23.04.2020 په ارزګان ولایت کې تر سره شول !

پرون د هغه ځوان واده وه ، چې ۱۲ کاله یې د اقتصادي ستونزو له کبله کورودانه د پلار په کور کې ناسته وه.
د سمک خیریه ټولنۍ ( Save Afghan Mother and Child ) او تعاون خیریه بنسټ په شریکه مالي مرسته او د ځیني نورو با احساسه هیوادوالو په ملاتړ او د آزادی رادیو د خبریال ښاغلی شریف الله شرافت په زیار او هڅو وتوانیدو چې د سیدولي د واده مــراســم ترسره کړو.
د سمک خیریه ټولنه لومړی سیدولي ورور ته بیا یې مورکۍ ته د واده مبارکی وایي ، بیا د تعاون خیریه بنسټ له درنو مسؤلینو، هغه محترمو وروڼو چې د سیدولي د واده لپاره یې مالي مرستي وکړې مننه کوي.
د محترم ورور شریف الله شرافت څخه د زړه له تله مننه کوو ، چې تر ډېره بریده دا واده د شرافت صیب او د ده د نورو همکارانو په هلو ځلو او هڅو ترسره شوو .
چې حتی خپل شخصي موټر یې هم د ناوۍ او زوم لپاره ګلپوش کړی وه او نورو همکارانو یې هم خپل موټران د واده پرګرام ته اماده کړي وه!

Leave a Reply