تر کار لاندې پروژي

یتیمان

مونږ به له یتیمانو سره مرسته وکړو ترڅو یې ښوونځي ته تګ لپاره زمېنه برابره شي

  • ‎که چیرته د یتیم مور یا پلار په حق رسیدلي وي ، مونږ به کوښښ وکړو چې پلار یا مور ته یې د کار زمینه برابره کړو تر څو د مالي لګښتونو توان پېداکړي او له بله پلوه خپل ماشوم نیغ په نیغه تر خپل لاس لاندې تربیه او زده کړې  ورباندې وکړي
  • ‎که چیرته د ماشوم مور او پلار دواړه نه وی او د کورنۍ د یو بل غړي له پلوه یې  پالنه او سرپرستي کېږې ،مونږ به له هغه کس سره د کار او کسب په زده کړه کی مرسته وکړو تر څو ماشوم ته د ښوونځی تګ لاره برابره شي او مونږ به یې وخت په وخت کنترول او پوښتنه کوو
  • که چیرته ماشوم نه مور لری نه پلار او د سرپرستی لپاره څوک نلری،  بیا به هغوي د یتیمانو کورونو ته ورپېژنو  او مالي لګښتونو به یې مونږ پر غاړه اخلو
  • که چیرته مونږ دا امکانات لاس ته راوړل چې خپل یتیمانو کور ولرو نو بیا به یی ساتنه،  پالنه او تعلیم ټول مونږ په غاړه اخلو تر هغه پورې چی خپل  قانوني عمر ته ورسېږې او د یوه کارڅښتن  شي

Leave a Reply