معیوبین
معیوبینو ته مونږ پلان لرو چې د دوي بدني نیمګړتیاوو او د دوی وړتیاوو ته په کتو سره به داسې مرستې ورسره وکړو چې دوي ددې وړتیا پېدا کړي چې د خپل لاس د مزدوری په مټ په خپلو پښو ودرېږې او ځان د ټولنې د اوږو بار احساس نه کړی
- مونږ به لومړی سر کی دوي ته هغه وسایل برابر کړو چې دوي ته خوځیدل شوني یا آسانه شي لکه ولچری، مصنوعی لاس یا پښې یا د آسانه دریدو یا تګ په موخه نور وسایل
- مونږ به د دوي وړتیا سره برابر د لرګو یا اوسپنیزو غرفو څخه د مختلفو توکو د پلورلو په موخه هټۍ جوړې کړو
- مونږ به دوي ته د دوي نمګرتیاوو ته په کتو سره لنډمهاله روزنیز کورسونه جوړ کړو چې دوي هغه څه زده کړي چې دوي یې غواړی یا یې وړتیا لري
- مونږ به ځینو معیوبینو ته څلور ټایرونو والا کراچۍ واخلو چې د پیر او پلور په موخه ګټه ځینې پورته کړي
- مونږ پلان لرو چې د حکومتي اړوندو ادارو په مرسته معیوبینو ته ځانګړې واړه بازارونه جوړ کړو تر څو دوي د خپلې خوښې او وړتیا سره سم هلته د پیر او پلور کارونه وکړای شي او خپل ځان او کورنۍ ته حلاله ګټه په لاس راوړې