کونډی
د دوي شوق، علاقه، وړتیا او زده کړو ته په کتو سره به هغوي ته د یوه مناسب کار زمینه برابره کړو
- مونږ به کوښښ وکړو چې دوي ته په لاسي کارونو کې وړتیا ور زده کړو لکه د جامو ګنډل، په وړو خونو کی د ژمی له پلوه د سبزیجاتو او میوه پالنه، د مختلفو ګلونو پالنه او داسې نورچې دوي وکولای شي د یوه درآمد په موخه یې خپل کسب وګرځوي او پر خپل ځان بسیا شي
- مونږ پلان لرو چې دوي ته کوچنۍ د لرګیو یا اوسپنیزې غرفې جوړې کړو چې دوي هلته خپل مالونه نیغ په نیغه په خپل لاس پر خلکو وپلوري
- مونږ پلان لرو چې که دوي په خپل لاس د خرڅلاو وخت یا امکانات وه نه لری نو د نورو هټیوالو په مټ د قرارداد په توګه د دوی مالونه تر پيریدونکو پورې ورسوو
- پلان لرو چې دوي ته د صفایی کارونو په هکله وړتیا ور وبښو او بیا یې زمونږ د خیریه ټولنی په مرسته په دولتی یا غیر دولتي ادارو کی په کار وګمارو
- مونږ پلان لرو چې کومې کونډې د ځای له پلوه آسانتیاوې ولری، هغوی لپاره کورني څاروی یا چرګان واخلو چې له هغې څخه د لاس ته راغلو لبنیاتو په مرسته د خپل اقتصاد سره مرسته وکړي
- مونږ پلان لرو چې ځینې کونډې د ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کی وه روزو تر څو زمونږ د خیریه ټولنې په مرسته وړکتونو او ښوونځیو کی ورته د کار زمینه برابره کړو
- مونږ پلان لرو چی ځینو کونډو ته د دوی د وړتیا په صورت کی ریکشا ( زرنج) چلول ور زده کړو چې د هغه په مټ د دوکانونو او یا خلکو د اړتیا وړ توکي د مزد اخیستلو په مقابل کې له یو ځاي څخه بل ځاي ته انتقال کړی او یا د ګرځنده هټیو په توګه ځینې کار واخلي
- مونږ پلان لرو چې د دولتي ادارو په مرسته د ښار په مختلفو سیموکې کونډو لپاره کوچني بازارونه جوړ کړو تر څو دوی وکولی شي د خپلې خوښي سره سم هلته د پیر او پلور کارونه تر سره کړي او خپل ځان او کورنۍ بسیا کړي